پاکستان د افغان سوداګرو لسګونو درول شوو کانټینرونو ته افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړه

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مسئولان وایي، چې پاکستان د افغان سوداګرو لسګونو هغو کانټینرونو ته افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړې چې په خیبر پښتونخوا ایالت او کراچې کې درول شوي ول.

افغان سوداګر وایي، چې دا مهال د دوي کابو درې زره کانټنیره سوداګریز مواد د پاکستان په کراچۍ بندر کې درول شوي، چې نږدې زر کانټنیره یې خوراکي مواد دي.

افغان چارواکو څرګنده کړې، چې پاکستان دا کار د قانون پرخلاف کړی، د پاکستان د دې اقدام په غبرګون کې افغان حکومت هم پرهغو پاکستانیو لارې بیمې او بانکي تضمینونه حتمي کړل، چې افغانستان ته راځي.