د ملګروملتونو خاص پلټونکي د ملګروملتونو له سازمان څخه غواړي چې د بشریت پرضد جرمونو کې د شمالي کوریا د مشرانو د احتمالي رول په اړه څیړنه وکړي.
د بشري حقونو په اړه د شمالي کوریا لپاره خاص پلټونکي اندونیزیایي وکیل مارزوکې داروسمن دغه سپارښتنه په هغه رپوټ کې کړې چې د تیرې سې شنبې په ورځ یې په جینوا کې خپورکړ.
هغه د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې په شمالي کوریا کې له حقونو څخه په جدي، پراخو او سیستماتیکو سرغړونو کې د دې هیواد د حکومت او افرادو د ونډې په اړه څیړنه وکړي.
په جینوا کې د ملګروملتونو په دفترکې د شمالي کوریا استازي دغه رپوټ د سیاسي تربګنۍ یوه وسیله او د کمونیستي کوریا په وړاندې یوه دسیسه وبلله.
شمالي کوریا تراوسه د بشریت ضد جنایتونو د ادعاوپه اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې او نه یې هم اجازه ورکړې چې د زندانو په اړه یې چې ویل کیږي دوه سوه زره سیاسي بندیان پکې ساتل کیږي، څیړنه ترسره شي.