"د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د حملو د قانوني چوکاټ په اړه جزیات څرګند شوي"

د امریکا د عدلې د وزارت په یوه یاد داشت کې په بهر کې پر میشتو امریکایانو چې د امریکا پر ګټو یا د دې هېواد پر اتباعو د حملو قصد لري، د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د حملو د قانوني چوکاټ په اړه جزیات څرګند شوي دي.

په دغه محرمانه یاد داشت کې چې امریکایی ان بی سی ټلویزیونی شبکې یی د لومړي ځل لپاره د تیری دوشنبی په ورځ خبرخپورکړ، ویل شوي، د هغو کسانو پرضد اقدام کې ځنډ چې د امریکایانو دوژلو لپاره حملې پلانوی، ډیرلوی خطر رامنځه کولای شي.

په دغه یاد داشت کې دغه راز ویل شوي چې د امریکا د قانون له مخې پرهغو امریکایي اتباعو د بې پیلوټه الوتکو له حملو څخه کاراخیستل قانوني دي چې په وروستیو کې یې په هغوفعالیتونوکې چې احمتالي ګواښ یې متوجه کړی، لاس لرلی یا یی هیڅ داسی نښې نښانې نه وي ښودلي چې دوی له دغسې فعالیتونو څخه لاس اخیستی.

دا معلومه نده چې دغه یادداشت کله لیکل شوی او جزیات په داسې وخت کې خپریږي چې ډیرژربه د سي ای اې د مشرپه توګه د ولسشمربارک اوباما له خوا کاندید جان برینان د کانګرس په یوې استماعیه غونډه کې برخه واخلي.