ولسمشر اوباما: د کانګرس غړي دې د لګښتونو د کمیدو مخه ونیسي

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر بارک اوباما د کانګرس پر غړو غږ وکړ، چې یوې موافقې ته په رسیدو سره د لګښتونو د کمیدو مخه ونیسي چې د مارچ له لومړۍ نیټې عملي کیږي.

د امریکا د کانګرس استازیو او مشرانو جرګو د تیر کال په اخیر کې یوې موافقې ته په رسیدو سره په امریکا کې د اقتصادي بحران مخه ونیوله.

که چیرې د دغه اقتصادي بحران مخه نه وی نیول شوې، متحده ایالات به په لګښتونو کې په سلو کې د لسو او د شپږسوه میلیارډ ډالرو د مالیود زیاتوالي شاهد و.

د کانګرس غړیو په یولړاقداماتو سره د لګښتونو کمیدل او د مالیو زیاتوالی د مارچ د میاشتې ترلومړۍ نیټې پورې وځنډول خو ستونزه یې حل نکړه.

اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، که د کانګرس غړي نشي کولای چې د مارچ ترلومړۍ نیټې پورې د دغه بحران مخه ونیسي، لږترلږه د لګښتونو د کمیدو او د مالیاتو د اصلاح لپاره دې یوکوچینی پلان تصویب کړي.