بلغاریا د لبنان حزب اله ډله په یوه تروریستي برید کې په لاس لرلو تورنه کړه

د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر د لبنان حزب اله ډله د تیر کال د جولای د میاشتې په یوه تروریستي برید کې په لاس لرلو تورنه کړه.

د بوګارس په ښار کې په یوه بس کې چاودنې پنځه اسرایلیان او د بس ډریور ووژل.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر څویتان څویتانوف په صوفیه کې خبریالانو ته وویل:

(موږ د دوو مشکوکو کسانو د بشپړ فعالیتونو په اړه په استرالیا او کاناډا کې څیړنه کړې او معلومات مو ترلاسه کړي، چې دغه حمله حزب اله تمویل کړې او د مشکوکو کسانو او حزب اله ترمنځ اړیکه موجوده وه.)

د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر وویل، دغو مشکوکو کسانو چې یوه یې کاناډایي او بل یې استرالیایي پاسپورټ درلود، د بلغاریا د تورې بحیرې په غاړه د بورګاس ښارپه حمله کې لاس درلود.

د بلغاریا له دغو تورونو وروسته اسرایل او د امریکا متحدو ایالتونو له اروپایي اتحادیې وغوښتل چې د حزب الله په وړاندې اقدام وکړي.

اسراییل د تیرې جولای د میاشتې د حملې مسول حزب اله او ایران بللي و.

ایران د اسرایل ادعا ردکړې او حزب اله هم تراوسه د دغې ادعاپه اړه هیڅ څرګندونې نه دي کړي.