پروان هغه لسګونه مسافرین ژغورل شوي چې په شیبر کوتل کې تر برف کوچونو لاندې شوي وو

د پروان ولایت چارواکي وایي، چې هغه لسګونه مسافرین یې ژغورلي چې په شیبر کوتل کې تر برف کوچونو لاندې شوې و.

د پروان ولایت د شیخ علي ولسوال نوراغا سامع پرون ناوخته ازادی راډیو ته وویل، چې شاوخوا اتیا موټر تر برف کوچونو لاندې شوي و، چې مسافر یې د دوي د هڅو په نتیجه کې وژغورل شول. هغه وویل، دوه موټر تر اوسه تر واورو لاندې بند پاتې دي.

سامع وویل، دغو مسافرو د سالنګ د لویې لارې د بندیدو له وجې غوښتل، چې د شیبر د کوتل له لارې سفر وکړي.

د سالنګ لویه لاره له یوې اونۍ راهیسې د سختو واورو او برف کوچونو د خطر له امله بنده پاتې ده. ویل کیږي تر اوسه پورې په سالنګ کې څه باندې پنځوس برف کوچونه راغلي دي.

د پروان سیمه ییزو چارواکو له خلکو وغوښتل، چې تر هغو پورې دې د شیبر کوتل له لارې له سفر کولو ډډه وکړي ترڅو چې د برف کوچونو خطر لیرې شوی نه وي.