ناروې له افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه

ناروې له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د سلګونو میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا مرسته ناروې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو په هغه سند کې کړې، چې پرون په اوسلو کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د ناروې د صدراعظم ینس ستولتینبرګ لاسلیک کړ.

د ناروی صدراعظم وویل، هېواد یې په هیڅ ډول اداري فساد نشي زغملی او په همدې خاطر غواړي پر خپلو مرستو له نژدې څارنه وکړي.

ناروې به تر۲۰۱۷ کال پورې افغانستان ته هر کال ۱۳۶ میلیون ډالره ورکوي.

ولسمشر کرزي ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان دې ته ژمن دی چې د ناروې له مرستو د افغانانو د ژوند د ښه کیدو لپاره په سمه توګه کار واخلي.