ملالې یوسفزۍ: روغتیايي وضع مې مخ په ښه کیدو ده
Your browser doesn’t support HTML5
په دې ویډیو کې چې تیره ورځ خپره شوه، ملاله یوسفزۍ وايي؛ هغه ورځ تر بلې د ښه کیدو په حال کې ده:
"نن تاسو وینئ چې زه ژوندۍ یم. زه خبرې کولۍ شم او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې یم."
ملالې دا څرګندونې له خپل وروستي جراحي عملیات، چې د تیرې شنبې په ورځ ترسره شول، دمخه کړي دي.
۱۵ کلنه ملاله یوسف زۍ د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت په سوات کې پاکستاني طالبانو په سر وویشته او تر اوسه يې د برمنګهم د ملکي الزبت په روغتون کې دوه ځله جراحي عملیات شوي دي.