پاکستاني چارواکي په اېبټ آباد ښار کې، هلته چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، د یوه تفریحي پارک د رغونې پلان جوړوي.
د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکي وايي، چې په دې پارک کې ژوبڼ، د سپورت امکانات او د اوبو فوارې په پام کې دي. راپورونه وايي، چې د دې پارک د جوړولو چارې به په پنځو کلونو کې بشپړې شي او شاوخوا دېرش میلیونه ډالره لګښت به پرې ولګېږي.
چارواکو دا خبره رد کړې ده، چې ګنې د دې پارک د جوړولو هدف د بن لادن د وژل کېدو له پېښې وروسته د ایبټ آباد د نوم ښه کول دي.