پر کام اییر خصوصي هوايي شرکت لګېدلی بندیز لرې کړای شو

د امريکا پوځ د افغانستان پر کام ایر خصوصي هوايي شرکت لګېدلى بندېز بېرته لرې کړ.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې افغان او امريکايي پوځي چارواکو تر يو لړ بحثونو وروسته پر دغه شرکت د بندېزونو لرې کولو پرېکړه وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو خبرو اترو کې افغان پلاوي ژمنه کړې، چې د کام اير قضيه به په پشپړه او ازاده توګه څېړي او د اړتيا پر مهال به امريکايي پوځ له دوى سره په څېړنو کې مرسته کوي.

شاوخوا لس ورځې مخکې په واشنګټن کې د امريکا پوځ پر کام ایرهوايي شرکت تور ولګاوه؛ چې تاجکستان ته د مخدره موادو په قاچاق کې ښکیل دی، خو د دې شرکت مسوولینو او افغان چارواکو دا یوه دسیسه وبلله.