ولسمشر کرزي په لندن کې د پاکستان له ولسمشر او ډیویډکامرون سره درې اړخیزې خبرې پیل کړي

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي نن په لندن کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د بریتانیا له صدراعظم ډیویډکامرون سره درې اړخیزې خبرې پیل کړي دي.

دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي؛ چې افغانستان له زیاتیدونکې فشار سره مخ دي، څو د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پای رسیدو د مخه چې ټول بهرني محاربوي سرتیري له افغانستان وځي د وسلوالو طالبانو سره د سولې یو جوړجاړي ته ورسیږي.

تر خبرو مخکې د بریتانیا حکومت ویلي وو، چې په دې خبرو اترو کې به د افغانستان او پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو مشران هم برخه ولري.

دا د دې درې اړخیزو غونډو د لړۍ دریمه غونډه ده، بریتانیا دا مهال په افغانستان کې له نهو زرو زیات سرتیري لري؛ چې ډیر یې د هلمند په ولایت کې میشت دي، چې د امریکا له متحدو ایالتونو وروسته بریتانیا په افغانستان کې د سرتیرو د شمېر له پلوه دویم لوی هېواد دی.