بغداد کې یو ځان وژونکي د هغې سنې ملیشه ډلې پر یو غړيو برید کړی چې حکومت یې ملاتړ کوي

راپورونه وايي، چې د بغداد په شمال کې یو ځان وژونکي بریدکونکي د هغې سنې ملیشه ډلې پر یو غړيو برید کړی چې حکومت یې ملاتړ کوي.

پولیسو او د روغتون چارواکو ویلي دي په دې برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او او شل تنه نور ټپیان دي.

دا برید د تاجي په نوم ښارګوټي، د پولیسو د ماموریت د باندې په داسې حال کې شوی دی چې ددې حکومت پلوي سني ملیشې غړي د تنخواګانو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د کیرکوک د پولیسو پر مرکزي دفتري د ځان وژونکو مو ټري بمي چاودنو او د ټوپکو د ډزو بریدونه وشول چې په لسګونو کسان یې ووژل.

راپورونه وايي چې په دې وروستیو اونیو کې په ایران کې د اقلیت سنیانو او د شیعه اکثریت په مشرۍ د حکومت ترمنځ د لانجو له زیاتیدو سره په دې هیواد کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.