په هرات کې د صنعتکارانو اعتراض
Your browser doesn’t support HTML5
وروسته له هغې چې په هرات کې د سړي تښتوونکو له خوا د یوه سوداګر زوی ووژل شو؛ په دې ولایت کې د یو شمیر صنعت کارانو او سوداګرو له خوا اعتراضونه پیل شول.
د ازادۍ راډیو خبریال راپور راکوي، چې په هرات کې یو شمیر افغان سوداګر او پانګوالو خپل کاروبار په ټپه درولی وو.
سوداګرو او صعنت کارانو دغه اعتراضونه او د کار نه کولو اعتصاب په داسې حال کې پیل کړ، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د "سینا" شرکت د مالک زوی د ده ساتونکي له خوا تښتول شوی او موده پس ووژل شو.