وقاد: د افغانستان د عالمانو د شورا په مشری یو پلاوی به اسلام اباد ته سفر وکړي

د سولې عالي شورا وایي، ټاکل شوې ده د افغانستان د عالمانو د شورا په مشری یو پلاوی راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

د دې شورا یوه غړي قاضي محمد امین وقاد نن له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې، پدې سفر کې به د دواړو هیوادونو د عالمانو د ګډ مجلس پر اجنډا، د دې مجلس د غړو پر لسټ او ددې غونډي د جوړیدو د تاریخ په اړه بحث وشي.

د افغانستان او پاکستان حکومتونو تیر کال موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د عالمان په سطحه به یوه غونډه جوړوي څو له دینې اړخه په سیمه کې د ځان وژونکو حملو مسله و څیړي.