بشاراسد: اسراییل د بې ثباته کولو هڅه کوي

ولسمشر بشاراسد پر اسراییلو تور لګولی چې د سوریې پر قلمرو په وروستیو بمباریو سره د دې هېواد د بې ثباته کولو هڅه کوي.

دا لومړی ځل دی چې ولسمشراسد د چارشنبې ورځې د هوايي برید په عکس العمل کې څرګندونې کوي.

د سوریې حکومت وايي چې په دې حمله کې دمشق ته نژدې د پوځ یو تحقیقاتي مرکز په نښه شوی و، خو امریکايي چارواکي وايي د دې برید هدف هغه کاروان و، چې د سوریې او لبنان ګډې پولې ته نژدې د حزب الله ډلې ته یې وسله انتقالوله.

اسراییلو په څرګنده لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اسراییلو د دفاع وزیر ایهودبارک پرون په دې حمله کې د خپل هېواد د ګډون یادونه وکړه.

ده خبریالانو ته وویل، پر هغه څه چې تاسو په سوریه کې د څو ورځو مخکې پېښې په اړه په ورځپاڼو کې لوستي دي، زه هېڅ نشم زیاتولای.

ایهودبارک زیاته کړه، دا حمله د دې اثبات دی چې اسراییل هغه څه چې وايي کوي يې.

د سوریې ولسمشر هم یادونه وکړه چې هېواد یې د هرډول تیري په وړاندې د مقابلې وړتیا لري.