ملاله یوسفزۍ د سر له عملیاتو وروسته د ښه کېدو په حال کې ده

راپورونه وايي چې په سوات دره کې د نجونو د تعلیم مدافع ملاله یوسفزۍ چې د وسله والو په ډزو ټپي شوې وه، د سر له عملیاتو وروسته د ښه کېدو په حال کې ده.

د برمنګهم د ملکې الیزابت روغتون ډاکټرانو پرون دواړه عملیات چې هدف یې د ۱۵ کلنې ملالې د سر او غوږ علاج و، بریالي وبلل.

په دې عملیاتو کې پنځلسو ډاکټرانو د پنځو ساعتونو لپاره د ملالې د ماتې جمجمې پر جوړولو کار وکړ. په دې ترڅ کې ډاکټرانو د ماتو برخو مخې ته د تیتانیم پاڼې کېښودې او په کیڼه زخمي خوا کې یې د اورېدلو یوه کوچنۍ حلزوني وسیله ځای پرځای کړه.

د روغتون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملاله اوس په روغتون کې د ښه کېدو په حال کې ده.