تخار کې، لسګونه زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده


د تخار چارواکي د دې ولایت په اړوندو سیمو کې، د لسګونه زره جریبه دولتي ځمکې د غصب خبر ورکوي.

د تخار مرستیال والي محمد فرید ذکي پرون خبریالانو ته وویل، چې زورواکو دوه نوي زره جریبه دولتي ځمکې او املاک غصب کړي دي. ښاغلي ذکي د غاصبینو نومونه یاد نکړل او دا یې هم ونه ویل چې دې کسانو په انفرادي ډول څومره ځمکې غصب کړې، خو ده یادونه وکړه چې د ځمکو یوشمېر غاصبین یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

خو د تخار څارنوالۍ، د مرستیال والي دا ادعا رد کړې ده. د تخار د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالمعروف فایق آزادۍ راډیو ته وویل چې تراوسه د ځمکې د غاصبینو یو تن هم د ځمکې د غصب په تور څارنوالۍ ته نه دی معرفي شوی.