د افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخیزه غونډه به نن په لندن کې جوړه شي

په پام کې ده چې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخیزه غونډه نن په لندن کې جوړه شي.

د راپورونو له مخې د دې خبرو ډېر تمرکز به پردې وي چې څنګه په ۲۰۱۴ کال کې د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخنیوی وشي.

ولسمشر حامد کرزی او د ده پاکستانی سیال اصف علي زرداري تېره شپه د ښاغلي کمیرون مېلمانه وو او په دې ترڅ کې یې خبرې اترې وکړې، خو ټاکل شوې چې د درې واړو اړخونو ترمنځ رسمي خبرې د برتانیې په وخت سبا سهار پیل شي.

بریتانوي چارواکي وايي، د دې درې اړخیزې غونډې په حاشیه کې به د لومړي ځل لپاره د افغانستان، پاکستان او بریتانیا استخباراتي او پوځي چارواکي هم خبرې وکړي.