بریتانیا به پاکستان وهڅوي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تمه لري، چې بریتانیا به پاکستان چې تاریخي او نږدې اړیکې ورسره لري دې ته وهڅوي؛ چې د افغانستان د سولې له پروسې سره عملي همکاري وکړي.

نن په لند کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخیزه غونډه پیلیږي؛ چې مهمه مساله یې د سولې په پروسې کې د پاکستان د همکارۍ ورجلبول دي.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي؛ چې د امنیتي تړون پر سر په کابل کې له امریکايي چارواکو سره د درېم دور مذاکرات په کامیابۍ پای ته رسیدلي دي.

دغه مذاکرات تیره پنجشنبه د دواړو هیوادونو د پلاویو ترمنځ وشول.