ننګرهار: د فساد پرضد د مبارزې په نامه د کرکټ سیالۍ پیل شوي

په ننګرهار کې د فساد پرضد د مبارزې تر نامه لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

په ختیځ کې د کرکټ بورډ مسوول "قرار عزیزي" ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې په دې سیالیو کې د ننګرهار نهو اف ام راډيو ګانو او د خپلواکو ژورنالستانو ټولنو د کرکټ ټيمونه لوبیږي.

د خپلواکو ژورنالستانو د کرکټ ټيم کپتان اکرام الله اکرام وايي؛ د فساد سره د مبارزې دا یوه غوره لاره ده.