د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې د دې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي؛ چې څلور یې د یوې کورنۍ غړي دي.
خانشین ولسوال شاه محمود میر ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی په موټر کې له ناوې نه خانشین وسلوالۍ ته روان وو؛ چې په ماین ور برابر شول.
هغه وویل، چې وژل شویو کسانو کې دوه ماشومانې او مور او پلار يې له موټر چلوونکي سره وژل شوي دي.
د پیښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
خو چارواکي وايي، چې په اکثره وخت په هغو مایونو ملکي خلک ور برابریږي، چې وسله وال مخالفین یې افغان او بهرنیو ځواکونو ته ږدي.