د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

چارواکي وايي، چې د سالنګ لويه لاره د واورې اورېدو او طوپانونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب نن ازادي راډیو سره په خبرو کې له موټر چلونکو څخه غوښتنه وکړه؛ چې د دې لارې تر بیا خلاصېدو پورې تګ راتګ ونه کړي.

د يادونې ده، چې د ژمي په موسم کې د سالنګ پر لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي. دغه لار کابل له شمالي ولایتونو سره تړي.