په مصر کې امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو پرضد له اوبو کار واخیست

د مصر امنيتي ځواکونو په داسې حال کې پر اعتراض کوونکو اوبه کارولي او هوايي ډزې کړي، چې دوی په قاهره کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ خوا ته د پټرولي بمونو او ډبرو ګوزارونه وکړل.

دا شخړه په داسې حال کې کېږي، چې پرون په زرګونو مصريان په ګڼو ښارونو کې لارو- کوڅو ته راووتل او د ولسمشر محمد مُرسي پرضد يې خپل اعتراض څرګند کړ.

تر دې اعتراضونو يوه اوونۍ مخکې په ناکراريو کې تر ۵۶ زيات کسان هغه وخت ووژل شول؛ چې په ۲۰۱۲م کال کې د فوټبال پر مهال به بلوا کې د ګډون په تور ۲۱ کسان په مرګ محکوم شول.

تر ټولو لوی لاريون په "پورت سعيد" کې وشو، چې تر ټولو خونړی تاوتريخوالی هم ورسره ملګری و؛ په زرګونو کسانو د "مجازاتو" غوښتنه درلوده، ځينو مظاهره چيانو د ”ليرې شه“ شعارونو په ورکولو سره د ولسمشر مرسي د ليرې کېدو غوښتنه کوله.