د جرمني پارلمان په افغانستان کې د نورو دیارلسو میاشتو لپاره خپل پوځي ماموریت تمدید کړ. د جرمني د پارلمان په پرونۍ غونډه کې ۴۳۵ وکیلانو دې طرحې ته مثبتې او ۱۱۱ مخالفې رایې ورکړې.
په افغانستان کې د جرمني ونډه د راپورونو له مخې په تدریجي ډول په کمیدو ده او په پام کې ده؛ چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د دې هیواد ټول سرتیرو بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
د جرمني د حکومت د نوې پریکړې له مخې ټاکل شوې د دې هیواد د ۴۵۰۰ کسیز ځواک شمیر چې ډېره برخه یې د افغانستان په شمال کې دیره دي، درې زره درې سوه ته راټیټ شي.
جرمني سره له دې چې له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو پریکړه کړې خو ژمنه یې کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.