امریکايي مقامات او زیات شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د القاعده او سخت دریځو وسله والو په ځپلو او د هغوي د مشرتابه په له منځه وړلو کې لوی لاس د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو دی.
که څه هم دا لا معلومه نه ده، چې امریکا به د افغان حکومت دا غوښتنه چې د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره دې ورته بې پیلوټه الوتکې ورکړي ومني او کنه خو دا روښانه ده، چې د سخت دریځو وسله والو پر وړاندې په روانه مبارزه کې دې الوتکو خورا مهم رول لوبولی دی.
ډرون یا بې پیلوټه الوتکو په دې وروستیو کې په کونړ، نورستان او په شمالي ولایتونو کې په تازه بریدونو کې د وسله والو مهم قومندان وژل دي دي.
د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال عبد الوهاب وردګ وايي، د دې الوتکو یوه لویه ګټه دا ده، چې د عملیاتو پر مهال يې د ملکي مرګ ژوبلې احتمال د صفر برابر دی.
دې ته په پام سره چې بې پیلوټه الوتکۍ د ځانګړو اهدافو د منځه وړلو، استخباراتي معلوماتو د راټولو او د څارنې د عملیاتو لپاره خورا ګټورې تمامیږي، د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې د دې الوتکو زیات اهمیت په دې کې دی چې اصلي هدف له مینځه وړي او د عملیاتو د سوق او ادارې مرکز ته په لږ وخت او دقیقه توګه مفید معلومات رسوي.
امریکايي مقامات او زیات شمېر پوځي کارپوهان وايي، ډرون یا بې پیلوټه الوتکو له افغانستان سره پر پوله د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده شبکې او د سخت دریځو وسله والو د مشرتابه په ځپلو او د هغوي د فعالیتونو په محدودولو کې اساسي او ګټور رول لوبولی دی.
د ازادۍ راډیو د مشال د څانګې خبریال عبد الحۍ کاکړ، چې د پاکستان د قبایلي سیمو وضیعت يې له نزدې څارلی بې پیلوټه الوتکې په دغو سیمو کې د وسله والو د شبکې د ماتولو او د هغوي د مهمو غړو د وژلو مهم عنصر ګڼي.
خو په قبایلي سیمو کې د ډرون د موثریت ترڅنګ په پاکستان کې دا ادعاوې هم کیږي، چې د دې الوتکو په بریدونو کې ملکي خلکو ته هم د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قومندان بیا بې پیلوټه الوتکۍ د څارنې د عملیاتو لپاره خورا مهمې ګڼي او تمه لري، چې که امریکا افغانستان ته دا الوتکۍ ورکړي نو د افغانستان د سرحدونو په اوږدو کې د څارنې عملیات به د وسله والو د فعالیتونو په مخنیوي کې مهم ګټور تمام شي.
ولسمشر کرزي ویلي، له متحده ایالاتو څخه په خپله وروستۍ کتنه کې يې له امریکايي مقاماتو غوښتي چې د بې پیلوټه الوتکو په شمول دې د افغانستان د هوايي ځواکونو د تجهیز لپاره عصري الوتکې ورکړي.
د بې پیلوټه الوتکو موثریت او شهرت په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده او سخت دریځو وسله والو پر ضد روانه مبارزه کې راڅرګند شوی او دې په پام سره اوس د نړۍ اکثره هیوادونه دې ته لیواله دي چې له دغې عصري او ګټورې جنګي ټکنالوژۍ برخمن وي.