د بشري حقونو د څارنې ډلې یا هیومن رایټس واچ د نړۍ تر نوي ډیرو هېوادو کې د بشري حقونو وضعیت څیړلی دی.
په هغه رپوټ کې چې په دې اړه نن خپور شو په اکثر دغو هېوادو کې د ډیموکراسۍ په لاره کې د شته خنډونو لپاره خبرداری ورکړل شوی دی.
هیومن رایټس واچ په افغانستان کې له ښځو سره د خشونت له امله د افغان حکومت ناکامي ته اشاره کړې، د دغه سازمان د افغانستان د برخې څیړونکی هیدر بار افغان حکومت ته په زندانونو کې د تشدد د مخنوي لپاره وړاندیز کوي:
«هغه وخت رارسیدلی، چې د افغانستان حکومت یوه بیله اداره جوړه کړي او هغې ته واک ورکړي چې توقیفځایونه تفتیش کړي او دا اداره دا صلاحیت ولري چې د زورزیاتي د پیښو خبر د قانون نافذه ادارو ته ورسوي.»
د منځني ختیځ په برخه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په دغې سیمې کې د نویو حکومتونو ژمنې د بشري حقونو په برخه کې داسې ښکارې چې ډیموکراتیک ارزښتونه به غښتلي شي او یا به هم د استبداد یوه بله څیره هلته حاکمه شي.
د دې موسسې له رپوټ سره سم په روسیې کې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مدني ټولنې د فعالانو پرضد یو بې ساری فشار پیل کړی. د ایران په برخه کې ویل شوي دي چې د دغه هیواد حکومت د مدني ټولنې ځپلو ته دوام ورکوي.
دغه رپوټ چې شپږ سوه پنځه شپته مخه دی په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د هیومن رایټس واچ درویشتم کلنی رپوټ دی.