د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د مصر له مشرانو وغوښتل، چې په خپل هېواد کې له ټولو سياسي قوتونو سره د خبرواترو باب پرانيزي او بشري حقونو ته درناوي وکړي.
مېرمن ميرکل چې د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، همدا راز وويل:
«ما له خپلې خوا څرګنده کړه چې مختلفې مسلې شته چې مهمې دي. يوه هم په مصر کې د سياسي قوتونو ترمنځ د خبرو او ارتباط د لارې پرانستنه ده څو بېلابېل سياسي قوتونه رول ولري، په مصر کې بشري حقونه خوندي شي او خلک د دين ازادي تجربه کړي.»
ولسمشر مرسي، چې جرمني ته په سفر تللي، وويل: په هيواد کې يې اضطراري حالت موقتي دي او د حالاتو له ښه کېدو سره سم به يې لېري کړي.
په مصر کې له څو ورځنيو تاوتريخوالو او مظاهرو وروسته، چې پنځوس تنه پکې ووژل شول، ولسمشر مرسي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سويز کانال په غاړه په درو ښارونو کې اضطراري حالت اعلان کړ.
ښاغلي مرسي د اروپايي هيوادونو د پانګونو د جلبولو او په مصر کې د ولسواکۍ په برخه کې اروپايانو ته د قناعت ورکولو لپاره اروپا ته سفر کړي دي.