پاکستان به افغان محصلانو ته په خپل پوځي پوهنتون کې د دوکتورا شل بورسونه ورکړي

پاکستان پرون وويل، چې افغان محصلانو ته به په خپل پوځي پوهنتون کې د دوکتورا شل بورسونه ورکړي.

دا اعلان د پاکستان لوي درستيز جنرال اشفاق کياني په اسلام اباد کې د پاکستان د ساينس او تکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې وکړ.

د افغانستان دفاع وزير، چې د يوه پنځه کسيز پلاوي په مشرۍ د پاکستان په سفر بوخت دي، پرون په اسلام اباد کې د پاکستان دغه پوهنتون له نژدې وکوت.