د بريتانيا صدراعظم ډيويد کامرون پرون چهارشنبې الجزاير ته ورسېد

د بريتانيا صدراعظم ډيويد کامرون پرون چهارشنبې الجزاير ته ورسېد.

دا له ۱۹۶۲ ميلادي کال راروسته، چې الجزاير له فرانسې خپلواکي اخيستې، دغه هيواد ته د يوه بريتانوي صدراعظم لومړني سفر دي.

کامرون دوې اوونۍ وروسته له دې الجزاير ته تللي چې يوې سخت دريځې مسلمانې ډلې د عين ميناس په صحرا کې د ګازو په تاسيساتو کې ۳۷ بهرني يرغمل ووژل.

کامرون ته د پايتخت الجزاير په هوايي ډګر کې د الجزاير صدراعظم عبدالمالک سيلال هرکلي ووايه.