د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د بشري حقونو او ډموکراسۍ سازمان په هېواد کې د پیښو څخه د مخنیوي په خاطر له یاده ولو لومړي ګام تر عنوان لاندې د خاطراتو صندوق نندارتون نن په کابل کې جوړ کړ.
د دغه سازمان اجرایوي مشر خدا داد بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه نندارتون د دوه ورځو لپاره دوام مومي او هدف په افغانستان د جنګ قربانیانوته درناوی دی.
په دغه نندارتون کې د جګړې د قربانیانو سل تنو خپلوانو خپل د خاطراتو صندوقونو ته نندارې ته کیښودل.
په همدې حال کې د بشري حقونو کمیسیون مشرې سیما ثمر او په ولسي جر ګه د بدخشان خلکو استازې فوزیه کوفي په هېواد کې د داډول نندار تونونو جوړول ګټور بولي.
سیما ثمر وايي، چې له طالبانوسره د یو شمېر مظلومو کسانو یوځای کیدلو یواځینې لامل په هغوي کې د انتقام اخیستلو حس دی.