په کابل کې لسګونه خبریالانو د نۍ په ملاتړ لاریون وکړ

لسګونه خبریالانو نن په کابل کې له رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې یا نۍ په ملاتړ لاریون و کړ.

لاریون کونکو له حکومت څخه دا غوښتنه درلوده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخې ته واټ دي د بیان د آزادۍ په نامه و نومول شي.


لاریون کونکو ټینګار وکړ، که د دوي غوښتنه ونه منل شي نو خپل لاریون ته به دوام ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایې دوي دا کار د واټونو د نومونې کمیسیون ته سپاري څو په دې اړه پریکړه وکړي.