د دفاع وزارت وایې، چې په وروستیو شپږو میاشتوکې څه باندې څلورنیم سوه د ملي اردو سرتیري وژل شوي.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن یوې خبري غونډي ته وویل، چې دا شمېره د تیرکال د همدې مودې په پرتله یوه اندازه کموالی ښيې:
( په تیرو شپږو میاشتو کې د وژل شویو سرتیرو شمیر ۴۶۳ تنه دی دا شمیره تیر کال په همدې موده کې ۴۷۲ کسه وو. دا د تلفاتو یوه معینه اندازه کموالی ښیې.)
ښاغلی عظیمي زیاتوي چې افغان لوري ته د اتیا فیصده عملیاتو له سپارلو سره د هیواد په کچه د ملکیانو په تلفاتو کې هم د پام وړ کموالی راغلی.