د دفاع وزارت وایي، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د ملي اردو د سرتیرو تلفات کم شوي دي.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن یوې خبري غونډي ته وویل، چې دا شمېره د تیرکال د همدې مودې په پرتله یوه اندازه کموالی ښيې:
( په تیرو شپږو میاشتو کې د وژل شویو سرتیرو شمېر ۴۶۳ تنه دی دا شمیره تیر کال په همدې موده کې ۴۷۲ کسه وو. د تلفاتو کمیدل د ملي اردو د ظرفیتونو د لوړیدو ښکارندوی دی)
ښاغلی عظیمي وایي، چې اوس مهال د ملي اردو سرتیري د هېواد اتیا فیصده عملیات پر غاړه لري او توانیدلي، چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو تشه په سمه توګه ډکه کړي.