د راتلوونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر موضوعاتو بحث

د ازادۍ راډیو د دې اونۍ په بحث کې د افغانستان د راتلوونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر موضوعاتو په ځانګړي ډول د رايي ورکونې د پخوانیو کارټونو پر کارولو ږغیږو.

اوس مهال افغان حکومت او سیاسي مخالفي ډلې یې د زړو کارټونو پر کارونو د نظر اختلاف لري، چې حکومت د دغو کارټونو کارول ګټور بولي او سیاسي اپوزیسیون بیا د دغو کارټونو کارول د فساد اساسي لاره بولي.

افغان ولسمشر حامد کرزي شا او خوا دوې اونۍ مخکې په یوه غونډه کې وویل، چې د رايې ورکونې د نورو کارټونو تیارول 80 میلیونه ډالره لګښت ته اړتیا لري، چې حکومت یې وس نه لري او نړېواله ټولنه یې هم نه ورکوي.

تر هغه را وروسته د حکومت سیاسي اپوزیسیون ګوندونو د ولسمشر کرزي پر دې خبره انتقادونه وکړه او د تیري یکشنبې په ورځ د ملي جبهې ځینو مشرانو د رايي ورکوني د پخوانیو کارټونو لغوه کول وغوښته، د دوي په خبره چې پخواني کارټونه د درغلۍ اصلي لاره جوړوي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکو بیا ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس د نوو کارټونو تیارولو ته وخت نه دی پاته.

نن تر ډیره د دې موضوع پر ستونزو، امکاناتو او لارو چارو خبرې کوو.

مېلمانه مو دي:

Your browser doesn’t support HTML5

د اوونۍ بحث



1- د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور
2- د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرايوي رئیس جانداد سپین غر
3- د ملي جبهې یو ویاند سردار محمد رحیمي