په دوبی کې نیول شوی "عمر علي قوتوف" د تاجکستان حکومت ته سپارل کیږي

د تاجکستان يو شمير چارواکي په دبی کې دي او هڅه کوي، چې د تاجکستان د اپوزسيون يو غړي دوشنبې ته وسپاري.

عمرعلي قوتوف د ډسمبر په درويشتمه په دوبی کې د تاجکي چاروکو په غوښتنه نيول شوی و. د دوشنبې چارواکي قوتوف تورن کړی دی، چې د دولس لکه ډالرو درغلۍ يې کړې ده.

د قوتوف يوه ملګري نيکوليا نيکولايف ازادي راډيو ته نن وويل؛ چې تاجک چارواکي غواړي، چې پرته له دې چې د قوتوف د قضيې لومړنۍ محکمه وشي، هغه تاجکستان ته وسپارل شي.

د نيکولايف په وينا ښايي دا قضيه ځنډنۍ شي، ځکه چې د اماراتو له قانون سره سم هغه هيواد ته تورن کس نه سپاري چې هلته ممکن مدعي شکنجه شي.