د قزاقستان یوشمېر سیمې ۶،۶ درجې زلزلې ولړزولې

د قزاقستان د ستر ښار الماتي شاوخوا سيمې زلزلې لړزولې دي. د قزاقستان د ساينس او روزنې وزارت وايي، لومړي د شپږ اعشاريه شپږ ريښتر په کچه زلزلې د دوشبنې په ورځ هغه غرونه ولړزول چې د الماتي له ښاره دوه سوه پنځه ويشت کيلومتره لرې پراته دي او بيا د زلزلې ټکانونه د ښار د استوګنې سيمې ولړزولې.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دې ويل شوي.