اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۸۵ ملیونه ډالره مرسته وکړه

اروپايي ټولنې د افغانستان سره د روغتیا او کرنې په برخو کې ۱۸۵ ملیونه یورو نوې مرسته وکړه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې ویل شوي؛ چې په دې اړه د افغانستان د ماليې وزیر عمر زاخیل وال او د او اروپايي ټولنې د انکشافي برخې له کمیسیار "انډریس پیبالګس" ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه مرستې به ۱۴ ملیونو کسانو ته په ۲۱ ولایاتو نو کې په صحې خدماتو ولګول شوي.

د اعلامیې له مخې د دې مرستو یوه برخه یې د کرنې او اوبو لګولو د مدیریت په پروګرام لګیږي.