د مالي او فرانسوي ځواکونو د ټمبوکټو تاریخي ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستی

د فرانسې او مالي ځواکونو د افراطي وسله والو له ځپلو وروسته پر ټمبوکټو تاریخي ښار ولکه ټینګه کړې ده.

فرانسوي چارواکي وايي، چې وسله وال له مقاومت پرته تښتیدلي او د دوی ځواکونه ښار ته ننوتي دي، خو دوی زیاتوي، چې وسله والو له ښاره تر وتو مخکې هغه مشهور کتابتون سوځولی دی؛ چې لرغوني او قیمتي خطي نسخې په کې ساتل کطدې.

د مالي دې تاریخي میراث ته د اوښتي زیان اندازه معلومه نه ده. د ملګروملتونو کلتوري څانګې یونسکو ټمبوکټو د تاریخي میراث ښار بللی او د هغه د ښاتنې غوښتنه یې کړې ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي؛ چې ګډو ځواکونو د افراطي ډلو د واکمنۍ د ختمولو لپاره جګړه ګټلې ده.

د یوه بل خبر له مخې د پیسو نړیوال صندوق موافقه کړې؛ چې د مالي حکومت ته د نژدې اتلس نیم میلیونه ډالرو بیړنی پور برابر کړي.

فرانسوي ځواکونه د هغو پوځي عملیاتو لپاره؛ چې د ملګروملتونو امنیت شورا تصویب کړل؛ دوه اونۍ مخکې مالي ته واستول شول.