نړېوالو د "بونس ایریس" د پېښې په اړه ایران او ارجنټاین پلان رد کړ

د نړۍ د یهودانو ټولنو د ایران او ارجنټاین هغه پلان رد کړی؛ چې له مخې يې دا هیوادونه غواړي، په بونس ایریس کې د یهودانو د ټولنې په مرکز کې د ۱۹۹۴م کال د بمي حملې د تحقیقاتو لپاره یو کمیسیون وټاکي.

د ارجنټاین ولسمشرې "کرسټینا فرنانډیز" ویلي، د حقیقت موندنې په دې کمیسیون کې به بهرني قانوني متخصصین چې نه له ایران او نه هم له ارجنټاین وي، غړیتوب ولري.

دا کمیسون به د بونس ایریس د یهودانو د ټولنې په مرکز کې د شوې چاودنې په اړه راټول شوي شواهد څیړي او د محکمې د څرنګوالي لپاره به پیشنهادونه کوي.

له دې وړاندې د ارجنټاین محاکمو ویلي وو؛ چې ایران د دغې بمي حملې چې ۸۵ کسان يې ووژل، ترشا دی.

په اروپا او ارجنټاین کې یهودي ټولونو د دې کمیسیون له جوړېدو سره مخالفت ښودلي او دا کار يې یو بې هوده نمایش ګڼلی دی.