روسیه: ایران او نړۍ دې د ایران پر لانجمن اتمي پروګرام دې یو سلا ته ورسیږي

روسیي له ایران او د نړۍ له نورو سترو هېوادونو غوښتي دي، چې د ایران پر لانجمن اتمي پروګرام د خبرو اترو د ځای په اړه دې اختلافات یوې خوا ته کړي او په دې برخه کې دې یو سلا ته ورسیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په مسکو کې وویل، چې دواړه خواوې باید د ماشومانو په شان چلند پریږدي:

((موږ په هر ځای کې چې وي تر هرڅه ژر د خبرو اترو لپاره چمتو یو په دې باور یو چې زموږ د خبرو اترو ماهیت ، د خبرو اترو له ځای څخه ډیر مهم دی.

موږ هیلمن یوو، چې په دې برخه کې زموږ عقلاني احساس به موږ د ماشومانه چلن څخه را وګرځوي.))

لاوروف زیاته کړه ، د هغې غونډې ځنډولو نا امیده کړې ده چې ټاکل شوې وه د جنورۍ په اته ویشتمه او نهه ویشتمه نیټه په استانبول کې جوړه شي.

ایران او د نړۍ شپږ قوتونه چې په کې د جرمني په شمول د ملګرو ملتونو پنځه دایمي غړي هېوادونه شامل دي ، یو بل د دې خبرو اترو په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنوي.

د دې خبرو اترو مخکینې دوه پړاونه چې په تیر جون کې مسکو کې ترسره شوي وو بې نتیجې پای ته رسیدلی و، ځکه تهران د اتمي فعالیتونو د ودرولو په اړه غوښتنې رد کړې او پر ایران یې د بندیزونو د ختمیدو غوښتنه کوله.