چین خپله جوړه کړې نوې پوځي الوتکه په بریالیتوب ازمویلې

چین وايي، خپله جوړه کړې د ډیر وزن انتقالونکې نوې پوځي الوتکه یې په بریالیتوب ازمویلې ده.

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ( Y-20 ) په نوم دا الوتکه چې تر دې مهال د چین له خوا په خپله د ترانسپورټي جیټ الوتکو په برخه کې لوی تولید دی. لومړنی الوتنه یې د شنبې په ورځ ترسره کړه.

د چاینا په نوم ورځپاڼې ویلي دي چې واۍ شل په نوم دا پوځي ټرانسپورټي جیت تر شپږ شپیتو ټنو پورې بار د څلور زره څلور سوه کیلومترو فاصلې پورې انتقالولی شي.

چین دا مهال روسي ( IL-76) ډوله ترانسپورتي الوتکې کاروي، خو په داسې حال کې چې چین خپله پوځي پراخوي، غواړي چې ددې روسي االوتکو ځای د چین خپلې جوړې کړې الوتکې ونیسي.

چین وايي د یکشنبې په ورځ یې د توغندیو د مخنیوي یو مځکنۍ سیستم هم په بریالیتوب ازمویلی دی.

د شینهوا خبري اژانس وايي، دا ازموینه دفاعي ده او بل کوم هیواد یې هدف نه دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.