میدان وردګ چارواکي څیړنه کوي چې سیمه يیز خلک د بهرنیو ځواکونو له خوا وهل شوي او که نه

د میدان وردګو چارواکي وایي، دوي په دې اړه څیړني کوي چې ایا د ابراهیم خیل په کلي کې ځینې سیمه يیز خلک د بهرنیو ځواکونو له خوا وهل شوي او که نه.

د میدان وردګ د والي ویاند شاهد الله شاهد وایې پرون ماسپښین په یادي سیمې کې د ګډو ځواکونو پر یوه کتار تر بمي چاودنې وروسته ددې پيښې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان د ملي امنیت لخوا و نیول شول:


خو د ابراهیم خیل د کلي څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته شکایت وکړ، چې بهرنیو ځواکونو پرون د سیمې یو شمیر کسان وهلي او څو تنه یې له ځان سره بولي.

خو د والي ویاند دمګړۍ دا خبر تایید نه کړ او ویې ویل، چې په دې اړه به څیړنې وشي.