ایساف د وسلوالو طالبانو یو مهم مشر په بغلان کې نیولی دی

ایساف وایي، چې د وسلوالو طالبانو یو مهم مشر یي په بغلان کې نیولې دی.

د ایساف مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي چې دغه طالب مشر چاودیدونکي دستګاوې فعالولې او وسلوالو ته يي ماینونه او انفجاري مواد برابرول.

همدارنګه ایساف په کندهار،لوګر او هلمند ولایتونو کې د یو شمېر نورو وسلوالو د نیولو خبر هم ورکوي.

د دوي په وینا چې په دغو وسلوالو کې د حقاني شبکې یو غړی هم شامل دی.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلې.