جاپان د افغانستان د کلیو د پراختیا له یوه پروګرام سره شل ملیونه ډالره نوې مرسته کوي.
د سیمه ییزې پراختیا له پروګرام سره د دې مرستې تړون نن په کابل کې د افغانستان د کلیو د پراختیا د وزیر؛ په کابل کې د جاپان د سفیر او په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر ترمنځ لاسلیک شو.
د کلیو د پراختیا وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وویل:
"نن له نیکه مرغه د دې قرارداد په لاسلیک کیدو له دې پروګرام سره د جاپان مرسته شپږ اتیا ملیونه ډالرو ته رسیږي او باید ووایم چې جاپان په تیرو لسو کلونو کې د ملي پوستون، سیمه ییزې پراختیا او د کلیو د سړکونو د جوړولو او ځینو نورو پروګرامونو سره مرسته کړې."
چارواکي وايي، د سیمه ییزې پراختیا د پروګرام له مخې په کلیو کې د اقتصادي؛ انرژۍ او ترانسپورټ په برخو کې پروژې پلې کیږي.