"میلوس زیمان" د چک جمهوریت د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګټونکی شو

د چک جمهوريت د ولسمشرۍ په لومړنيو مستقيمو انتخاباتو کې کیڼ اړخی پخوانی صدراعظم "ميلوس زيمان" ګټونکی شو.

په ټولو انتخاباتي ساحو کې د شمېرل شويو رايو پر اساس زيمان ۵۴ اعشاريه ۸ فيصده رايې ګټلې دي. بل کانديد د بهرنيو چارو پخواني محافظه کاره وزير "کارل شوارزنبرګ" ۴۵ اعشاريه ۲ فيصده رايې خپلې کړي.

ميلوس زيمان د جمهوري رياست د انتخاباتو تر ګټلو وروسته خپلو پلويانو ته څرګندونې وکړې:

"زه غواړم د لسو مليونو خلکو ولسمشر واوسم. په دوی کې د ميلوس زيمان او کارل شوارزنبرګ رايه ورکوونکي شامل دي. زه نه غواړم د مافيا ولسمشر واوسم چې په ټولنه کې د پرازيت غوندې عمل کوي."

پرون د جمهوري رياست د بياځلي انتخاباتو په دويمه او وروستۍ ورځ د ګډونوالو شمېر ۵۹فيصده و.

زيمان به د وڅلاو کلاوس پر ځای ولسمشر شي، کلاوس په مارچ مياشت کې تر دوو دورو وروسته ليرې کېږي.