له پاکستان څخه راپورونه وایي، د افغانستان پولې ته نږدې د یوې درې پر سر د واک ټینګولو په جګړې کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې لږ ترلږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.
پاکستانې چارواکي وایي، جګړه د جمعې په ورځ هغه مهال ونښته چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په تېرا کې له سیالې ډلې انصارالاسلام څخه یوه اډه ونیوله.
د انصارالاسلام وسله والو د اډې د بیرته نیولو په مقصد جګړو ته زور ورکړی او تر نن شنبې تر ورځې هم دوام لري.
ویل کیږي، چې د مړیو زیات شمېر وسله وال دي؛ خو سیمه ییز خلک هم په کې وژل شوي دي.
د تیرا دره له افغانستان سره ګډه پوله لري او لمنې یې باړې او د خیبر پښتونخواه ایالات پیښور ښار ته غځیدلې دي.