هند وايي پاکستان ته د دوستۍ په هیله لاس غځولو ته چمتو دی

هند د جمهوریت ورځ لمانځي او د سرحدي وژونکو نښتو وروسته یې پاکستان ته جدي خبرداری ورکړ.

د هند جمهور رییس پراناب مکرجي ملت ته په وینا کې وویل: "موږ د پولې په سولې باور لرو او تل چمتو یو، چې د دوستۍ په هېلې لاس وغځوو، خو دا لاس باید چې بې ارزښته ونه بلل شي."

د هند جمهور رییس په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې؛ چې تېره اوونۍ په کشمېر کې یو اوربند ټينګ شو.

څو ورځې وړاندې په کشمېر کې د پاکستان او هند ځواکونو یو په بل ډزې کړې وې او له امله یې درې پاکستاني او دوه هندي عسکر وژل شوي وو. دواړو خواو وروسته په یوه اوربند موافقه وکړه.