وینزویلا: په یوه زندان کې د شخړو له امله ۵۰ تنه مړه شوي دي

له وینزویلا څخه راپورونه وایي، د یوه زندان په شخړو کې شاوخوا پنځوس کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د وینزوویلا د زندانونو د چارو وزیرې "ایریس ویریلا" په یوه بیان کې ویلي؛ د جمعې په ورځ د "بارقیسیمیتو" ښار په زندان کې هغه مهال شخړې پيل شوې؛ چې پوځ هڅه وکړه له بندیانو څخه وسلې ټولې کړي.

"ویریلا" د وژل شویو بندیانو د شمېر په اړه څه ونه ویل؛ خو خبري رسنیو د مړیو شمېر له پنځوسو زیات ښودلی دی.

د بارقیسیمیتو د روغتون رییس "روي مډینا" د مړیو د شمېر په اړه خبریالانو ته وویل:
NC012552

“موږ ته له اوریبانا زندان څخه پنځه ویشت مړي راوړل شوي او ما د مړیو ساتنې څانګې ته خبر ورکړی؛ چې پنځه ویشت نور مړي د جینایي تحقیقاتو په څانګې کي ایښودل شوي دي."

چارواکي وایي، د پېښې په اړه څېړنه روانه ده او جزیات به یې وروسته اعلان شي.

د وینزوویلا په زندانونو کې د بندیانو شمېر له حده زیات دی او د وسله والو ډلو له خوا په کې شخړې هم رامنځ ته کیږي.