د مصر په "سویز" ښار کې عسکر او زغره وال ټانکونه ځای پرځای شوي دي

مصري چارواکو په "سویز" ښار کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو تر منځ له نښتو وروسته په دغه ښار کې عسکر او زغره والې وسېلې ځای پر ځای کړي دي.

د سویز ښار په شخړو کې لږ ترلږه ۷ کسان مړه او په سلونو نور ټپیان شوي دي.

د جمعې په ورځ په دغه ښار کې د شپږو کسانو او اسمعیله ښار کې د یوه کس د وژلو راپور ورکړ شوی و.

چارواکې وایي، د ۲۰۱۱ م کال ملي پاڅون یا انقلاب د دوهمې کليزې د نمانځنې له امله په راپورته شویو شخړو او نښتو کې د مصر په بېلا بېلو برخو کې له ۴۵۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د "حمود رشید" په نامه یوه مظاهره کوونکي د مظاهرو او وژنو په اړه وویل:

“دا د هیواد د وضعې طبیعې غبرګون دی، چې د حسنې مبارک له وخت څخه هم وضعه خرابه ده. دا د خلکو طبیعې غبرګون دی، چې فکر نه کوي، انقلاب یې کوم اغېز کړی. دوی، انقلاب له انقلابیانو څخه غلا کړی دی. موږ دلته راغلي یو، چې انقلاب بېرته خپل کړو. انشالله”.

جمهور رییس محمد مرسي په یوه پیغام کې د ارامۍ غږ کړی او وایي، خلک باید چې د انقلاب ارمانونو ته درناوی وکړي او خپل نظریات په سوله ییز ډول بیان کړي.

مرسي د شخړو پړه په جنایتکارانو واچوله او ژمنه یې وکړه؛ چې عاملین به یې عدالت ته وړاندې کړي.

مخالفان او مظاهره کوونکي وایي، جمهور رییس مرسي د انقلاب د هدفونو په عملې کولو کې ناکامه شوی او د هیواد پرمختګ یې د اخوان المسلمین ډلې ته چې دی یې غړی دی، تسلیم کړی دی.