د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یوه تن خپله ښخه ووژله

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې تیره شپه یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي آزادۍ راډيو ته د دې ښځې وژنه تاید کړه او زیاته یې کړه، چې د دې ښځې خاوند په تیښته بریالی شوی.

د کندز د ښځو چارو رییسه "نادره ګیاه" وایي، دا په روان کال کې په یادې ولسوالۍ کې د ښځو د وژنې څلورمه پيښه او د ټول ولایت په کچه شپاړسمه ده.

له بلې خوا، د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یوه تن د خپلې کورنۍ دوه تنه غړي وژلې دي.

د نجراب د امنيې قومندانۍ مرستیال عبدالعلیم ازادي راډيو ته وویل؛ چې دغه کس خپله خور او مور دواړه د تفنګچې په ډزو وژلي او خپله تیښتیدلی دی.

د قتل د انګیزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.